ژیل برټران: اروپایي ټولنه به د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو قوي ملاتړی پاتې شي

۲ ساعتونه مخکې

اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د دې ټولنې نوي ځانګړي استازي ژیل برټران خپله دنده په رسمي ډول پیل کړې، چې تمرکز به یې د افغانانو پر ملاتړ، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو دفاع او د سیمې پر ثبات وي.

دغې ټولنې د سې شنبې په ورځ په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ژیل برټران چې یو پخوانی ډیپلوماټ دی، د روان کال په سپټمبر میاشت کې یې خپله دنده په رسمي ډول پیل کړې ده. د اعلامیې له مخې، د هغه اساسي دنده د «اصول‌محوره تعامل» پرمخ وړل دي؛ هغه تعامل چې د اروپایي ټولنې د شورا د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو پرېکړو پر بنسټ ترتیب شوی دی. په دې کې د بشردوستانه مرستو همغږي، له تروریزم سره مبارزه او د سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړتیا شامله ده.

ژیل برټران په خپلو څرګندونو کې ویلي: «اروپایي ټولنه باید خپل اصول‌محوره تعامل له افغانستان سره جاري وساتي، څو سیمه‌ییز ثبات تضمین شي او د دې ټولنې ارزښتونه او ګټې خوندي پاتې شي. زما له مهمو لومړیتوبونو څخه به دا وي چې ډاډ ترلاسه کړم، چې اروپایي ټولنه د افغانانو قوي ملاتړی پاتې شي، په ځانګړي ډول د هغو ښځو او نجونو چې له بې‌ساري محدودیتونو سره مخ دي».

په اعلامیه کې راغلي، چې برټران له افغانستان سره اوږده او پخوانۍ اړیکه لري. د هغه لومړنی بهرنی ماموریت په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ د سیاسي برخې د رییس په توګه و. وروسته له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۱ کلونو پورې په سوریه او له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ پورې بیا په کولمبیا کې د اروپايي ټولنې سفیر و.

د اروپایي ټولنې په وینا، ژیل برټران به د ځانګړي استازي تر څنګ د دغه ټولنې د بهرني عمل د خدمتونو په جوړښت کې د افغانستان او پاکستان د برخې مشري هم پر غاړه ولري.

نور خبرونه

رادیو