د سې شنبې په ورځ طالبانو په ټول افغانستان کې د انټرنېټ او ګرځنده ټېليفون خدمتونه بند کړل. د طالبانو ادارې په دې اړه هیڅ راز سپیناوی نه دی کړی، خو په وروستیو اونیو کې یې پر انټرنېټ د «غیر اخلاقي محتویاتو» یادونه کړې وه. دې ډلې په روان کال کې پنځه بندیزونه لګولي.
له۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د ښځو پر حقونو او د بیان پر ازادۍ یې لګېدلي محدودیتونه د بشري حقونو ډلو او بهرنیو حکومتونو له توندو نیوکو سره مخ شوي دي.
د سپټمبر پر ۱۷مه طالبانو د افغانستان په شمال او جنوب کې د انټرنېټ کارول بند کړل او دلیل یې «غیر اخلاقي فعالیتونه» یاد کړل. دا بندیز پر څو ولایتونو (کندهار، هرات، خوست، کندوز، بدخشان، بغلان، تخار او بلخ) لګېدلی و، خو وروسته نورو ولایتونو ته هم وغځېد او د سپټمبر پر ۲۸مه په ټول افغانستان کې مخابراتي او انټرنیټي خدمات قطع شول.
په همدې میاشت کې طالبانو له پوهنتونونو د ښځو لیکل شوي کتابونه لرې کول پیل کړل.
د راپورونو له مخې، طالبانو له پوهنتونونو غوښتي چې د دیموکراسۍ، بشري حقونو او د ښځو د مطالعې ۱۸ مضمونونه هم لرې کړي. د دوی په وینا، دا پرېکړه له شریعت سره سمون لري.
په می میاشت کې طالبانو د شطرنج لوبه بنده کړه. دوی وویل چې دا لوبه د قیمار د دودېدو لامل کېږي، چې دوی یې ګناه ګڼي.
د شطرنج نړیوال فدراسیون د دې پرېکړې په اړه خپګان څرګند کړ او ویې ویل چې دا به د افغانستان د شطرنج د ودې مخه ونیسي او لوبغاړي به له نړیوالو فرصتونو بې برخې کړي.
د دې میاشتې په پیل کې د روغتیا نړیوال سازمان له طالبانو وغوښتل چې پر ښځینه مرستندویانو بندیزونه نرم کړي، څو هغوی له نارینه سرپرست پرته هم وکولای شي له زلزله ځپلو ښځو سره مرسته وکړي.
د افغانستان په ختیځ کې د دوو زلزلو له امله ۲۲۰۰ کسان مړه شول، چې ډېرې پکې ښځې وې. طالبانو په دې برخه کې هېڅ بدلون ته غاړه کېنښوده.
له۲۰۲۲ کال راهیسې طالبانو ښځینه کارکوونکو ته امر کړی چې له کوره بهر کار ونه کړي.
طالبان چې واک ته رسېدلي، تر اوسه یې په مختلفو برخو کې تر ۲۰ ډېر بندیزونه لګولي، چې د خلکو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.