له کندهار نه ناراضه ستنېدل؛ سراج‌الدین حقاني د هبت الله له پرېکړې «خورا ناراضه» دی

۵۷ دقيقې مخکې

باوري سرچینو، چې د سټارلېنک سپوږمکۍ انټرنېټ له لارې وصل دي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الـدین حقاني د دې ډلې له مشر سره تر لیدو وروسته له کندهاره بې‌پایلې او « خورا ناراضه» کابل ته ستون شوی دی.

دغو سرچینو، چې د سټارلېنک سپوږمکۍ انټرنېټ له لارې وصل دي، د سې شنبې په ورځ افغانستان‌انټرنشنل ته وویل، چې ملا هبت‌الله د نوري فایبر انټرنېټ د بیا فعالېدو مخالفت کړی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، حقاني د طالبانو د مشر له دې پرېکړې سخت خپه شوی او د لیدنې پر مهال یې په افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو د بشپړ بندېدو له ناوړه اغیزو یادونه کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر کندهار ته تللی و، چې د نوري فایبر د قطع کېدو د پرېکړې بېرته اخېستلو په اړه د اخوندزاده قناعت حاصل کړي.

طالبانو د دوشنبې په ورځ، مازیګر ناوخته مخابراتي شبکو ته امر وکړ، چې د نوري فایبر او انټرنېټ ټول خدمات قطع کړي، خو اوس نه یوازې انټرنېټ پرې دی، بلکې د خلکو ترمنځ کورنۍ او نړیوالې اړیکې هم پرې شوې دي.

د طالبانو دې پرېکړېپه کوردننه او بهر غبرګونونه پارولي دي.

نور خبرونه

رادیو