قطر د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره د مرستو بهیر ته دوام ورکوي

۴۸ دقيقې مخکې

د قطر خېریه بنست وایي، چې د اګسټ میاشتې په وروستیو کې په ختیځ افغانستان کې د رامنځته شوې ویجاړوونکې زلزلې له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره د مرستندویو کسانو په ملاتړ د مرستو دوه بېړني پروګرامونه یې پلي کړي دي.

په دې مرستو کې د کورنیو لپاره د خیمو وېش، د خوړو بستې او د پخلنځي وسایل شامل وو چې د کونړ ولایت زرګونه کورنیو ته د سرپناه او خوراکي توکو د بېړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوي.

د قطر خېریه بنسټ د مرستو په دې لړۍ کې ۳۹۳خیمې وېشلي دي، چې د اور، رطوبت او د موسم له سختیو سره د مقاومت وړ دي او هغو کورنیو ته خوندي سرپناه برابروي چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي دي.

سربېره پر دې، د «خوراک ژوند دی» د کمپاین تر چتر لاندې یاد بنسټ ۲۶۰ د خوړو بستې او ۲۶۰ د پخلنځي وسایل یې هم ویشلې دي. هره بسته د یوې کورنۍ لپاره د یوې میاشتې اړین خوراکي توکي لري.

د مرستندویو ادارو په وینا، تر ټولو زیانمنې شوې کورنۍ هغه دي چې ښځې یې سرپرستي کوي. د طالبانو له محدودیتونو او د ژوند د سختو شرایطو له امله دا کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د قطر خېریه بنسټ چارواکي ټینګار کوي، چې د دغو کورنیو ملاتړ د دوی د مرستو په لومړیتوبونو کې دی.

د یادولو وړ ده، چې د دې ډول طبیعي ناورینونو پر مهال د نړۍوالو مرستندویو ادارو هڅې د خلکو د ژوند ژغورنې او د ټولنې د بیا ودانولو لپاره حیاتي ارزښت لري. د قطر خېریه بنسټ د مرستو دوام ښيي، چې نړۍوالې ټولنې د افغانانو له کړاوونو سترګې نه دي پټې کړي.

نور خبرونه

رادیو