یوې جګپوړې امنیتي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو مشر انټرنېټي خدمات د روسیې او ایران په مشوره قطع کړي، چې افغانستان ته د لویدیز لاسرسی او نړیوال څار محدود کړي. سرچینه وايي، افغانستان دمګړۍ د امریکا تر هوايي او سایبري او ټکنالوژیک کنټرول لاندې دی.
د سې شنبې په ورځ، د تلې پر اوومه د طالبانو یوه جګپوړي امنیتي چارواکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د انټرنېټ د ملي قطع کولو پرېکړه د روسیې او ایران په مشوره کړې، ځکه افغانستان دمګړۍ د واشنګټن تر هوايي، برېښنايي او ټکنالوژیک کنټرول لاندې دی.
سرچینه وايي، « هبت الله دا تصمیم د روسیې او ایران په مشوره نیولی چې پر افغانستان د نړۍ څار او د غرب انلاین لاسرسی محدود کړي».
دغه سرچینه وايي، چې مولوي هبت الله اخوندزاده غواړي افغانستان په دویم وزیرستان بدل کړي.
باوري سرچینو دغه راز نن افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني له هبتالله اخوندزاده سره تر لیدو وروسته بېپایلې او ناراضه کابل ته ستون شوی دی.
دغو سرچینو، چې د سټارلېنک سپوږمکۍ انټرنېټ له لارې وصل دي، د سې شنبې په ورځ افغانستانانټرنشنل ته وویل، چې ملا هبتالله د نوري فایبر انټرنېټ د بیا فعالېدو مخالفت کړی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، حقاني د طالبانو د مشر له دې پرېکړې سخت خپه شوی او د لیدنې پر مهال یې په افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو د بشپړ بندېدو له ناوړه اغیزویادونه کړې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر کندهار ته تللی و، چې د نوري فایبر د قطع کېدو د پرېکړې په اړه د اخوندزاده قناعت حاصل کړي.
طالبانو د دوشنبې په ورځ، مازیګر ناوخته مخابراتي شبکو ته امر وکړ، چې د نوري فایبر او انټرنېټ ټول خدمات قطع کړي، خو اوس نه یوازې انټرنېټ پرې دی، بلکې د خلکو ترمنځ کورنۍ او نړیوالې اړیکې هم پرې شوې دي.
د طالبانو دې پرېکړېپه کوردننه او بهر غبرګونونه پارولي دي.