فایق: طالبان د «شریعت» په نوم جنسيتي توپیر او بشري جنایتونه کوي

۵۳ دقيقې مخکې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په څنډه کې یوې جوړې شوې ناستې ته په خبرو کې ویلي، چې طالبان د «شریعت» په نوم جنسيتي توپیر او د بشريت ضد جنایتونه کوي.

نوموړي پر اېکس پاڼه د دغې ناستې لپاره خپله وینا خپره کړې ده. هغه وايي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۰مې غونډې په څنډه کې جوړې شوې ناسته کې په افغانستان کې پر عدالت او ځواب ویلو بحث وشو.

ښاغلي فایق زیاته کړې، چې طالبانو هسې «شریعت» پلمه کړی او په دې نوم یې جنسيتي توپیر پيل کړی، د افغانانو اساسي حقونه او په تېره بیا د ښځو حقونه یې غصب کړي دي.

هغه زیاتوي، چې په یاده غونډه کې د نړۍوال عدالت محکمې نوښتونه مثبت وبلل شول.

ښاغلي فایق په یاده ناسته کې د بشري حقونو په برخه کې د څارنې او پلټنې د تګلارې پياوړتیا، قرباني‌ محوره سیاست او د سزاوو په اړه د معافيت پر وړاندې د نړۍوالې اجماع غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو