ریچارډ بېنېټ: ایران په روان زېږدیز کال کې تر دې مهاله لږترلږه ۵۸ افغانان اعدام کړي دي

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، ایران په روان زېږدیز کال کې تر دې مهاله ۱۰۰۰ کسان اعدام کړي چې لږترلږه ۵۸ یې افغانان دي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو دغه وضعیت د ژوند له حق څخه ښکاره سرغړونه بللې او د اعدامونو سملاسي ځنډولو غوښتنه یې کړې ده.

ریچارډ بېنېټ د کارپوهانو له خولې لیکلي، چې د اعدامونو شمېرې خورا حیرانوونکې او خواشینوونکې دي؛ ایران په دې کار سره د انساني ژوند د ارزښت له ټولو منل شویو معیارونو څخه سرغړونه کوي.

بېنېټ زیاته کړې ده، چې ایران په وروستیو اونیو کې په منځنۍ کچه هره ورځ نهه کسان په دار ځړولي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان هم تر دې وړاندې ویلي و، چې په تېرو نهو میاشتو کې په ایران کې له زرو ډېر کسان اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان (د تلې په لومړۍ نېټه) په یوه راپور کې لیکلي و، چې د ایران حکومت د سیاسي موخو او په ټولنه کې د وېرې خپرولو لپاره له اعدامونو کار اخلي.

یاد سازمان دارنګه د بشري حقونو شورا له حقیقت موندنې کمیټې وغوښتل، چې دغه اعدامونه د «بشریت ضد جنایت» په توګه وڅېړي.

نور خبرونه

رادیو