د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اتیایمې ناستې په څنډه کې د «افغانستان لپاره د عدالت او حسابورکونې غږونه» تر سرلیک لاندې ځانګړې غونډه ترسره کېږي.
دغه غونډه به د افغان بشري حقونو فعالان، د ښځو د حقونو مبارزین، حقوقي کارپوهان، د ملګرو ملتونو استازي، د غړو هېوادونو نمایندهګان او د مدني ټولنې استازي سره راټول کړي، څو د افغانستان د روان بشري حقونو کړکېچ ته د حل لارې ولټوي.
د ۲۰۲۱کال له اګسټ میاشتې راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا ځلې واکمن شوي، دغه هېواد د نړۍ له تر ټولو ژورو بشري کړکېچونو سره مخ شوی دی. ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له زدهکړې، کار، تګ راتګ او عامه ژوند څخه اېستل شوې دي، چې د جنسیتي توپیر پر بنسټ د ظلم او جبر یوه بڼه ګڼل کېږي. د بشري حقونو د څار نړۍوالو بنسټونو، د ملګرو ملتونو ځانګړو راپور ورکونکو او یوناما په پراخ ډول د دغو سرغړونو اسناد ثبت کړي دي.
همدارنګه مذهبي او قومي لږکیان، اقلیتونه، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان او د پخواني حکومت مامورین او امنیتي ځواکونه له خپلسرو نیونو، شکنجو، جبري تري تم کېدو او ان له محکمو پرته اعدامونو سره مخ دي.
په دې غونډه کې به د بشري حقونو د سرغړونو د کچې او بڼې په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د ظلم په اړه خبرې وشي. ګډونوال به د حسابورکونې لپاره د نړۍوالو میکانېزمونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړي، د بقا کوونکو د تجربو په محور ولاړ عدالت ته به وده ورکړي او غړو هېوادونو ته به مشخصې پالیسۍ وړاندیز کړي.
د یادولو وړ ده، چې له دې غونډې تمه کېږي چې د نړۍوالې ټولنې په کچه د افغانستان د قضیې لپاره یو ځل بیا سیاسي او حقوقي ملاتړ راژوندی کړي او د ښځو، قربانیانو او مدني ټولنې غږونه تر لوړو نړۍوالو کړنو ورسوي.