د پاکستان پخوانی بندي لومړی وزیر عمران خان وايي، د فډرالي تحقیقاتي ادارې له لوري د څلورو نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په تړاو د څرګندونو له امله پوښتل شوی دی. دی وايي، د یادې ادارې کارکوونکو ورته ویلي چې ولې هرکله د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په اړه خبرې کوې؟
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دغه هېواد د فډرالي تحقیقاتي ادارې له لوري د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په ګډون د پنځو مسایلو (د دولت ضد، د عاصم قانون، له یحیی خان سره د عاصم منیر د تشبیه کولو او په زندان کې د رواني شکنجې) په تړاو د کړو څرګندونو له امله پوښتل شوی دی.
عمران خان وايي، د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په تړاو د یادې ادارې د مامورینو پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، د ده په مشرۍ د تحریک انصاف د حکومت پر مهال سره له دې چې په هغه وخت کې په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د پاکستان ضد حکومت حاکم و، خو بیا هم د خبرو له لارې قبایلي سیمې امن او له اوږدې مودې وروسته د دواړو خواو ترمنځ د ثبات فضا حاکمه شوه.
خان زیاتوي: «هغه مهال د ای،اېس،ای پالیسي هم همدا وه، خو کله چې عاصم منیر د پوځ مشر شو، نو د پاکستان دوست افغان حکومت ته یې ګواښونه وکړل او قصداً یې حالات خراب کړل.»
عمران خان زیاتوي: «عاصم منیر له دې سربېره له درېیو نسلونو راهیسې دلته اوسېدونکي افغان کډوال هم په زوره وشړل، هلته یې د بې پيلوټه الوتکو په وسیله بریدونه وکړل، د دواړو هېوادونو اړیکې یې خرابې کړې او د خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو امن یې لهمنځه یووړ.»
د نوموړي په وینا، تر هغو چې د سیمې څلور اړخونه یعنې افغان حکومت، افغان ولس، د پاکستان حکومت او د خېبرپښتونخوا خلک سره جرګه نهشي، نو امن به را نهشي او زیاتوي: «تاریخ ثابته کړې چې د پوځي عملیاتو له لارې امن نهرامنځته کېږي.»
عمران خان د «دولت ضد» څرګندونو په اړه په ځواب کې ویلي، د هېواد د پخواني لومړي وزیر په توګه یې حق دی چې د خپل ولس لپاره غږ پورته کړي، د «عاصم قانون» په اړه یې ویلي، په هېواد کې هره بربادي د «عاصم قانون» تر سیوري لاندې روانه ده، له یحیی خان سره د عاصم منیر د تشبیه کولو په تړاو یې ویلي، یحیی خان د خپلې واکمنۍ د ساتنې لپاره هېواد ووېشه، نن عاصم منیر هم هماغه کار کوي او په زندان کې د شکنجې په تړاو د څرګندونو په اړه یې ویلي، د نورو بندیانو خلاف له هېڅ ډول اسانتیاوو برخمن نهدی او همداراز د زندان د اصولو خلاف ورسره چلند کېږي.
عمران خان د دوشنبې په شپه (د تلې ۷مه) په خپله اېکس پاڼه د دغو څرګندونو په پای کې ځان ته د «ناحقه» بندي خطاب هم کړی دی.