په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې پخواني مرستیال مایکل سمپل له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو له بند څخه د یوه امریکایي وګړي خوشې کېدل یوازې د بندیانو د قضیې پورې تړاو لري او د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د نږدې کېدو نښه نه ده.
هغه په خپلو خبرو کې همداراز یادونه وکړه، د امیر امیري خوشې کېدل چې د بندیانو په چارو کې د ولسمشر ټرمپ د ځانګړي استازي د سفر په پایله کې ترسره شو، د یوې ځانګړې اجنډا برخه وه.
د هغه په وینا، د واشنګټن او طالبانو ترمنځ وروستۍ اړیکې یوازې پر موضوعاتو لکه د یرغمل شویو امریکایانو او پر نورو بندیانو متمرکز دي.
سمپل زیاته کړه: «امریکایي چارواکو څو ځله څرګنده کړې چې له طالبانو سره د اړیکو څرنګوالی به یوازې هغه وخت معلوم شي، چې د یرغمل شویو امریکایانو موضوع بشپړه حل او فصل شي.» هغه ټینګار وکړ، لا هم څرګنده نه ده چې راتلونکي کې به امریکا له طالبانو سره د تعامل کومه بڼه غوره کړي.
د اروپایي ټولنې دغه پخواني استازي طالبان د هغو هېوادونو او ډلو په کتار کې یاد کړل، چې د «یرغمل نیولو» په تګلاره کې شهرت لري. نوموړي د روسیې، شمالي کوریا، ایران او وینزویلا یادونه وکړه او ویې ویل: «امریکا له داسې هېوادونو او ډلو سره چې د یرغمل نیولو له لارې فشار راوړي، د نږدې اړیکو تمه نه لري.»
د راپورونو له مخې، لږ تر لږه درې امریکایي وګړي لا هم د طالبانو په بند کې دي. دواړو لوریو تراوسه د دغو بندیانو په اړه کوم څرګند او رسمي معلومات نه دي وړاندې کړي.