د افغانستان یو شمېر سیاسي او ټولنیزو فعالانو له ایلن ماسک څخه غوښتي چې د سټارلینک له لارې افغانستان ته انټرنېټ ور کړي. دوی وایي چې دا اقدام نه یوازې د بیان ازادي خوندي کوي، بلکې د طالبانو د سانسور پر وړاندې به د افغانانو غږ هم ژوندی وساتي.
د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سلیمانخېل ویلي چې « ټول ملت په لوی لاس چوپ کړل شوی، څو د ښځو غږ ورک شي او د بشري حقونو سرغړونې له خلکو پټې پاتې شي.»
هغې زیاته کړې چې سټارلینک یوازینۍ لاره ده چې د طالبانو د سانسور زنځیرونه مات کړي او افغانان له تورتمه وباسي.
د ښځو د حقونو فعالې زهرا کاظمي په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي: «طالبانو په لوی لاس افغانستان چوپ او منزوی کړی دی، دا یوازې تخنیکي محدودیت نه دی، بلکې د خلکو د غږ د چوپ کولو یوه محاسبه شوې هڅه ده».
هغه د سټارلېنک څښتن مخاطب کړی، « ښاغلی ماسک، تاسې د دې توان لرئ چې د سټارلینک له لارې دا دیوال مات کړئ او میلیونونه افغانان بېرته له نړۍ سره ونښلوئ.»
لیکوال حفیظ همیم بیا د انټرنېټ پرې کېدل د بنسټیزو بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې.
همیم په ایکس لیکلي دي: «له نړۍ سره د افغانانو د اړیکو پرې کېدل یوازې تخنیکي ستونزه نه ده، دا د اساسي حقونو ښکاره نقض دی، د انټرنېټ له بندېدو سره زده کوونکي له زده کړو پاتې کېږي، کاروبارونه فلج کېږي او د ټولنیزو اړیکو سلسله شلېږي، موږ له ایلن ماسک او سټارلینک غواړو چې ژر تر ژره اقدام وکړي، هره اړیکه حساب لري، افغانان د انټرنېټ د لاسرسي حق لري.»
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې، فوزیه کوفي، بیا په ایکس پېغام کې ایلن ماسک مخاطب کړی او ټینګار یې کړی: «ایلن ماسک! هدا وخت دی چې خپله شتمني او ځواک د انسانیت لپاره وکاروئ، د افغانستان له خلکو سره د سټارلینک له لارې اړیکه ټینګه کړئ، افغانان د نړۍ له تر ټولو محرومو خلکو څخه دي، او ستاسو اقدام کولی شي د دوی غږ بېرته نړۍ ته ورسوي.»
دغو کسانو نړیوالو مشرانو ته هم پیغام ورکړی چې د طالبانو د سانسور پر وړاندې چوپ پاتې کېدل د افغانانو د بشپړې چوپتیا معنا لري.
طالبانو د خپلو داخلي پرېکړو پر بنسټ د ټول هېواد په کچه نوري فایبر او انټرنېټي خدمات بند کړي، چې له امله یې د میلیونونو افغانانو اقتصادي، سوداګریز، تعلیمي او ټولنیز ژوند له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.