فوزیه کوفي: زما د جامو پر رنګ تبصرې د طالبانو له چلند سره هېڅ توپير نه لري

۲ ساعتونه مخکې

د تېر جهموري نظام پر مهال د ولسي جرګې استازې او د اسلام اباد غونډې برخه والې فوزیه کوفي ویلي، چې د هغې پر جامو د ځینو کسانو نیوکې د طالبانو له چلند سره ورته والی لري. هغې ټینګار کړی، چې د جامو د رنګ پر ځای باید د ملي بیرغ او د خبرو اترو اصلي پیغام ته پام وشي.

فوزیه کوفي، چې په پاکستان کې د افغان سیاسي جریانونو د وروستۍ دوه ورځنۍ غونډې ګډونواله ده، په تازه ایکس پوسټ کې هغه کسان، چې د هغې د لباس رنګ یې د پاکستان د بیرغ له رنګ سره ورته بللی و، د طالباني چلند لرونکي اشخاص بللي.

فوزیه کوفي لیکلي: «په داسې حال کې چې د میلیونونو افغان ښځو په څېر مې کلونه تجربه کړه چې د جامو رنګ، د څادر اوږدوالی، د بوټونو انتخاب او د غږ تون د طالبانو عصبي تارونه خوځولي، اوس ځینې هغه کسان چې ځانونه لوستي او روښانفکر ګڼي، پر همدې موضوعاتو نیوکې کوي.»

هغې زیاته کړې: «د دغو کسانو چلند د طالبانو له چلند سره هېڅ توپیر نه لري، ځکه هغوی د غونډې د ګډونوالو د خبرو ژورتیا او د ملي درې رنګه بیرغ ښکلا ته پام نه دی کړی، هغه بیرغ چې په دې مهمه ناسته کې په ویاړ پورته شوی و.»

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د خوست پخواني والي حلیم فدایي هم په ایکس کې د ځینو کسانو نیوکې یو اړخیزه بللې او ټینګار یې کړی و، چې د ملي بیرغ پورته کېدل د افغان سیاستوالو د همغږۍ او متقابل تفاهم نښه ده.

نور خبرونه

رادیو