پر انټرنېټ د طالبانو بندیز

یوناما پر طالبانو غږ کړی چې انټرنېټ سملاسي بېرته فعال کړي

۲ ساعتونه مخکې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په یوه اعلامیه کې ویلی، چې طالبان باید سملاسي انټرنېټ او مخابراتي خدمات بشپړ فعال کړي.

یوناما خبرداری ورکړی، چې د انټرنېټ پرې کیدل ډېرې بدې پایلې لرلی شي.

په افغاستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ نن سې شنبه د (تلې ۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د انټرنېټ بندیدل افغانستان تقریبا په بشپړ ډول له بهرنۍ نړۍ څخه پرې کړی او دا عمل خلکو ته جدي زیان رسوي او اقتصادي ثبات ګواښي.

یوناما خبرداری ورکړی، چې د انټرنېټ بندیدل پراخې بدې پایلې لري؛ د بانکدارۍ او مالي سیسټم ګډوډولو او روغتیا او تعلیمي خدماتو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي محدودولو څخه نیولې تر کورنیو ته د پیسو لېږلو بهیر پورې هرڅه ستونزمنوي او د هوايي چلند سکتور او بیړني خدمات اغیزمنوي.

یوناما زیاته کړې، چې دې چارې د بیان ازادي او معلوماتو ته لاسرسی هم په جدي ډول محدود کړی دی.

یوناما وايي، انټرنېټ داسې مهال قطع کیږي، چې د افغانستان ختیځ د سختو زلزلو شاهد دی او له نیمایي ډیر قربانیان یې ښځې او نجونې دي. سربېره پردې، له ګاونډیو هېوادونو په ستره کچه افغان کډوال هېواد ته ستنیږي.

د یوناما په وینا، په داسې شرایطو کې مخابراتي خدماتو ته د لاسرسي قطع کول د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.

یوناما ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له حکم سره سم، د افغانانو د ملاتړ لپاره د طالبانو له چارواکو سره په تماس کې پاتې کیږي.

نور خبرونه

رادیو