د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د شري پر ضد یې د ۱۸ میلیونه ماشومانو واکسین کمپاین پیل کړی. د یاد وزارت په وینا، د نړیوالو د شمېرو له مخې هر کال د واکسینونو د تطبیق په پایله کې د ۴ تر ۵ میلیونو ماشومانو ژوند ژغورل کېږي.
د طالبانو اړوند امید راډيو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال عبدالولي حقاني نن دوشنبه د (تلې ۷مه) وویل، چې چې په روان ميلادي کال کې به د شري ناروغۍ پر وړاندې دوه ملي کمپاینونه ترسره شي، چې په ترڅ کې به له شپږو میاشتو تر لس کلنۍ پورې شاوخوا ۱۸ میلیونه ماشومان واکسین شي.
د طالبانو روغتیایي خدمتونو مرستیال له خلکو غوښتي، چې د یاد کمپاین په ښه تطبیق کې له واکسیناتورانو سره پوره همکاري وکړي.