سویس د طالبانو د څلور کسیز پلاوي پر سفر، هوټل او خوراکونو څه باندې ۱۳ زره ډالره لګولي، چې له دغه هېواده د اېستل کېدونکو ۱۳ افغانانو هویت تشخیص کړي، خو طالبان وايي، دوی د اخراج لپاره یوازې خپل صادر شوي اسناد مني او ددې شرط هدف دادی چې ددوی استازي ومنل شي.
د سویس بلېک ورځپاڼې رپوټ ور کړی، دغه څلور استازي، چې د سویس د کډوالۍ د فدرالي ادارې په کوربه توب تېره میاشت جېنوا ته تللي وو، په دوو شپو کې یې ۱۳ زره او ۲۰۰ دالره مصرف کړی، خو له ۱۳ تنو اېستل کېدونکو افغانانو یوازې دوه تنه په خپله خوښه افغانستان ته په تګ رضا دي او د ۱۳ نورو افغانانو په اړه لاهم له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.
بلېک وايي، طالبانو نوي اصول وضع کړي او دوی یوازې هغه اسناد مني چې خپله یې صادر کړي وي.
د افغان سفارت له لوري ورکړل شوي پاسپورتونه نور نه پېژندل کېږي او دغه وضعیت د سویس حکومت له سیاسي فشار سره مخ کړی، چې یا باید طالبان په عملي ډول د واکمنانو په توګه ومني، یا به مجرمان دلته پاتې وي.
بلېک وايي، طالب پلاوي د تابعیت د تثبیت لپاره د افغانانو خبرې او لهجې تثبیتولې. د سویس چارواکو د وضاحت له مخې، د سفر ټول لګښتونه دولت ورکړي دي، چې ټکټونه یې۹۷۰۰ فرانکه، او د استوګنې او ډوډۍ لګښتونه یې۲۲۰۰ فرانکه شوي او ټول ۱۳ زره او ۲۰۰ ډالره کیږي.
ورځپاڼه وايي، کلونه کلونه چارواکو ویل چې افغانستان ته اخراج د امنیتي او عملي ستونزو له امله ناشونی دی، خو د تېر کال په سپتمبر کې د عدلیې وزیر بیت یانس دریځ بدل کړ او ژمنه یې وکړه چې خطرناک مجرمان باید «ژر تر ژره» ستانه شي. د ورځپاڼې په وینا، له هغه وخت راهیسې یوازې پنځه کسان بېرته لېږل شوي دي.
د ورځپاڼې په باور، اروپایي ګاونډیان هم له ورته ستونزو سره مخ دي او جرمني یوازې هغه وخت وتوانېد ۸۱ کسان بېرته واستوي چې د طالبانو د کونسلګرۍ استازي یې په رسمیت وپېژندل.