سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو ددې ډلې د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم له نظارتخونې څخه د کابل نظامي محکمې ته لېږدولی دی.
د سرچینو په وینا، د طالبانو ځینو وزیرانو فاروق اعظم ته ویلي، چې د ملاهبت الله په امر نیول شوی او دوی یې د ازادولو واک نه لري.
په کابل کې سرچینو نن دوشنبه (د تلې ۷مه) وویل چې د طالبانو څو تنو وزیرانو او د طالبانو د مشر ملاهبت الله ځینو استازو د نظامي څارنوالۍ په زندان کې ددې ډلې د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم سره کتلي دي.
یوې سرچینې چې په دې لیدنو کې یې حضور درلود، افغانستان انټرنشنل ته وویل:« ځینو طالب مشرانو فاروق اعظم ته ویلي، چې د طالبانو له مشر ملاهبت الله څخه بښنه وغواړي خو فاروق اعظم له بښنې انکار کوي او ټینکار کوي چې بښنه نه غواړي.»
دوی همدراز زیاتوي چې ځینو طالب وزیرانو فاروق اعظم ته ویلي، چې په نیول کېدو یې خوښ نه دي خو د ملاهبت الله له اجازې پرته نه شی کولی چې په ازادولو کې ورسره مرسته وکړي.
دغو وزیرانو زیاته کړې، « خپله هڅه به وکړو، چې په کندهار کې ملاهبت الله ته ووایو چې تاسې خوشې کړي».
د رارسېدلو معلوماتو له مخې، طالبانو د فاروق اعظم د کورنۍ درې غړو ته اجازه ورکړې، چې هره ورځ ورسره وګوري او درمل یا هم خوراک ورته ورسوي.
د طالبانو سرچینو د وږي پر۲۹مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو ادارې د فاروق اعظم د خوشې کولو لپاره نوموړي ته یو لړ شرایط وړاندې کړي، چې یو پکې ددې ډلې له مشر ملا هبت الله نه رسمي بښنه غوښتل دي.
له فاروق اعظم سره د کابل په نظارت خونه کې د طالبانو یوه پلاوي لیدلي وو او ورته ویلي یې وو، چې د نجونو د زده کړو په تړاو د نوموړي وروستۍ څرګندونې د طالبانو له واک نه«بغاوت» او د ملا هبت الله پر وړاندې «سپکاوی» دی.
سرچینو وویل، « طالبانو فاروق اعظم ته ویلي، تاسې په رسمي اداره کې سلاکار یاست او د ملاهبت الله اطاعت پر تاسې واجب دی او تاسې د هغه سپکاوی کړی او باید بښنه وغواړئ».
سرچینې زیاتوي، چې طالبانو فاروق اعظم ته ویلي، « په خپلو ټولنیزو رسنیو کې ولیکئ، چې زه د نجونو د زده کړو په اړه پر خپلو څرګندونو پښېمانه یم او په دې برخه کې له ملاهبت الله بښنه غواړم».
د طالبانو د سرچینو په وینا، فاروق اعظم پلاوي ته ویلي، چې د ده عمر اوس له ۸۰ لوړ دی، د نجونو د تعلیم په خبره ټینګ ولاړ دی او زندان تېرولو ته چمتو دی، خو هیڅکله به نه پښېماني وښيي او نه به له ملا هبت الله نه بښنه وغواړي.
سرچینو د فاروق اعظم له قوله ویلی و:« زه چې افغانستان ته راغلی یم، زما هدف ولس ته کار کول و او په دې مرحله کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ لپاره هرې قربانۍ ته تیار یم».
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم د وږي پر۲۴مه خپل زوی ته په لیک کې لیکلي و، چې طالبانو د ښځو زده کړو، عصري زده کړو او د امر بالمعروف د کمزوریو د په ګوته کولو له امله زندان ته اچولی دی.