د افغانستان د تحلیګرانو شبکې په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۳کال کې د هرو ۱۰۰زرو مېندو څخه ۵۲۱ یې د زېږون پر مهال مړې کېدې؛ خو د ۲۰۲۵کال د اپرېل تر میاشتې پورې دغه کچه ۶۲۰ ته لوړه شوې او اټکل کېږي، چې تر ۲۰۲۸ کاله پورې به ۱۲۰۰ ته لوړه شي.
د تحلیګرانو شبکې په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۱۸کال کې په افغانستان کې ۳زره روغتيايي مرکزونه فعال وو؛ خو په ۲۰۲۵ کال کې دغه شمېر ۸۱۷ ته راکم شو.
راپور زیاتوي، کله چې طالبانو د ۲۰۲۴کال په ډسمبر کې د قابلو او ښځینه روغتیاپالو پر زدهکړو بندیز ولګاوه؛ د مېندو روغتیا یې نوره هم له ګواښ سره مخ کړه.
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه وايي، د ډاکټرانو، قابلو او کورنیو د غړو لهخوا د راټولو شویو شمېرو له مخې د زېږون پرمهال د وینې بهېدل، لوړ فشار، انتانونه او روغتون ته د رسېدو ځنډ د مېندو د مړینې ځانګړي لاملونه بلل شوي دي.
دغه شبکه زیاتوي، افغانستان له پخوا راهیسې د هغو هېوادونو په نوملړ کې لسم ځای لاره چې د مېندو د مړینې کچه په کې خورا لوړه ده. دغه شبکه وايي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ښځینه ډاکټرانو، قابلو او روغتیايي چارواکو ورته ویلي چې د مېندو مړینه مخ په ډېرېدو ده.
د دوی د راپور پر بنسټ؛ که څه هم په افغانستان کې د مېندو د مړینې لاملونه خورا ډېر دي؛ خو ځانګړی لامل یې په روغتیايي برخه کې د بهرنیو مرستو بندېدل دي.
د دیادې شبکې د معلوماتو پر بنسټ؛ د امريکا متحده ايالتونو سږکال پرېکړه وکړه، چې له افغانستان سره به خپلې مرستې په بشپړ ډول ودروي. د دغې پرېکړې سره سم په افغانستان کې سملاسي تر ۴۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه وتړل شول.