د هرات لپاره د طالبانو والي مولانا اسلام جار په دغه ولایت کې د ترکیې له قونسل تزجان اوغلو سره په لیدنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر پر اېکس پانه لیکي، چې دواړه لوریو د سیمهییزې همکارۍ سربېره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.