په کابل کې د څاګانو وچېدو زرګونه کورنۍ د ژوند له لومړنیو اړتیاوو بې برخې کړې او ماشومان د زده کړو پر ځای د اوبو لپاره په کتارونو کې ولاړ وي. د کابل په یو شمېر سیمو کې هغه څاګانې هم وچې شوې، چې تر ۱۲۰ مترو ژورې اېستل شوې وې.
اتلس کلن نورالله او د هغه ورور ثناالله، چې د ښوونځي پر ځای د ژېړو بوشکو په ډکولو بوخت دي، د کابل د اوبو د کړکېچ یوه بېلګه ده.
د دوی د ۱۳ کسیزې کورنۍ کورنۍ څاه څلور کاله وړاندې وچ شوی او اوس د عامه نلونو اوږدو کتارونو ته درېږي، یا له ټانکرونو نه په پیسو اوبه اخلي.
د دوی پلار، ۴۲ کلن اسدالله، چې یو کوچنی دوکان لري، وايي: «له سهاره تر ماښامه، زما ماشومان شپږ یا اووه ځله اوبو پسې ځي، کله ناکله ژاړي او وايي نور نه شي کولای، خو موږ بله لاره نه لرو.»
د نورالله مور وايي چې خاوند یې د معدې په ناروغۍ اخته شوی او خپله د غیر صحي اوبو له امله د ایچ پایلوري باکتریايي ناروغي لري.
نوموړې زیاته کړه: «زه اوبه دوه ځله جوش کوم، خو بیا هم ستونزه حل نه ده.»
د سیمې استازی محمد اصف ایوبي وایي چې یوازې په د دوی په ګاونډ کې ۳۸۰ کورنۍ له ورته ستونزې سره مخ دي.
د هغه په وینا، ان هغه څاګانې چې تر ۱۲۰ مترو ژورې وې، اوس په بشپړه توګه وچې شوې دي.
د اوبو چارو څېړونکي وايي چې د دوامدارې وچکالۍ او نامنظمو بارانونو له امله هغه واورې چې پخوا یې د کابل د اوبو زیرمې ډکولې، له منځه تللې دي.
ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی چې کابل ښايي په نږدې کلونو کې د نړۍ لومړۍ پلازمېنه شي چې له اوبو بې برخې کېږي.