په اسلاماباد کې د افغان سیاسي جریانونو او فعالانو په ناسته کې ګډونواله فوزیه کوفي وايي، خوشحاله ده چې په دغه ناسته کې ګډون کوي. هغه وایي، دغه ناسته افغان ښځینه او نارینه استازو ته د هېواد د راتلونکې په اړه د نظرونو شریکولو زمینه برابروي.
نوموړې بر اېکس پاڼه کاږلي، چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د زغم نهدی او افغانستان داسې مشرتابه ته اړتیا لري چې له خلکو یې سرچینه اخیستې وي.
اغلې کوفي په افغانستان کې د یوه داسې نظام په جوړېدو ټینګار کړی، چې د خلکو حقونه پهکې خوندي وي او دوی پهکې د پرېکړو حق ولري. فوزیه کوفي وايي، چې د یوه داسې نظام په رامنځته کېدو کې د پاکستان هڅې د پام وړ مهمې دي.
په اسلاماباد کې د افغان سیاسي جریانونو او فعالانو ناسته نن پیل شوه، دغه ناسته به دوه ورځې دوام وکړي.
د دغه ناستې موخه د افغانستان د سیاسي راتلونکې ارزونه او په راتلونکو تحولاتو کې د طالبانو د مخالفینو ونډه بلل شوې ده.