په بن کې د افغانستان د کونسلګرۍ کونسل او کارکوونکو ډله ییزې استعفاوې ورکړې

۳ ساعتونه مخکې

د جرمني په بن ښار کې د افغان کونسلګرۍ سرپرست کونسل حامد ننګیالي کبیري اعلان وکړ، چې د جرمني له خوا د طالبانو د دوو ډیپلوماټانو د منلو په غبرګون کې یې ډله ییزې استعفاوې ور کړې دي.

جرمني د طالبانو دوه استازي د ډيپلوماټانو په توګه منلي او یو استازی د بن کونسلګرۍ ته معرفی کیږي.

ننګیالی کبیري وايي، د جرمني ددغه تصمیم په غبرګون کې دوی ډله ییزه استعفا ور کوي او د ویانا د ۱۹۶۱ او ۳۱ کنوانسیونونو له مخې ټول وسایط، تجهیزات او منقولې او غیر منقولې شتمنۍ د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته سپاري.

نور خبرونه

رادیو