د پاکستان په پلازمېنه کې د افغان سیاسي جریانونو په غونډه کې ټینګار شوی چې په اسلاماباد کې دې د طالبانو د مخالفو ډلو لپاره سیاسي دفتر پرانستل شي، چې د ګډې همغږۍ او د خلکو په واک مبتني نظام د ټینګښت لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
د اسلام اباد دوه ورځنۍ ناسته نن دوشنبه (د تلې ۷مه) پیل شوه، چې سبا به خپله وروستۍ اعلامیه خپروي.
د غونډې تنظیموونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې ناستې موخه د افغانستان د اوسني وضعیت لپاره د یوې معقولې حللارې موندل، د سیاسي جریانونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پیاوړتیا او د ګډ لیدلوري پر لور د اجنډا جوړول دي.
د بحث لومړی محور د یووالي او همغږۍ د لارو چارو ارزونه وه.
ګډونوالو ټینګار وکړ چې باید عملي میکانیزمونه او لارې چارې تعریف شي، څو د بېلابېلو ډلو او اړخونو ترمنځ یووالی او متقابل باور رامنځته شي.
د غونډې دویمې برخې د ګډو اصولو پر تعریف تمرکز درلود، په ځانګړي ډول د ښځو اړوند موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه پکې شوې ده.
درېیمه برخه د سیمې د وروستیو څلورو کلونو ستونزې او فرصتونه وو، چې د افراطیت د پراخېدو ګواښونه او د هغې پر وړاندې د ګډو او همغږو لارو چارو اړتیا پکې وڅېړل شوه.
دناستې یوې ګډونوالې او د بشري حقونو فعالې شهلا عارفي افغانستان انټرنشنل ته وویل: «په نننۍ ناسته کې زیاتو سیاسي جریانونو ګډون کړی و. د لومړۍ ورځې بحث په دې و چې سیاسي جریانونه او ډلې څنګه سره همغږي کړو. ترڅنګ په اساسي موضوعاتو لکه د بشري حقونو او د لږه کیو په حقونو بحث وشو».
هغې زیاته کړه، چې دا دې هڅې ته په ښه سترګه ګوري او تمه لري چې یو سیاسي دفتر په پاکستان کې پرانستل شي.
هغې دغه راز وویل، « د ګډونوالو د نن ورځې غوښتنه هم دا وه چې په اسلاماباد کې سیاسي دفتر پرانستل شي.»
د بشري حقونو فعال عزتالله بخشي د غونډې له تالاره افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې وویل: «هدف د دې خبرو دا و، چې ګډ درک رامنځته شي، همغږي پیاوړې شي او د خلکو په حاکمیت ولاړ د یو منظم او باقاعده نظام د ټینګېدو لپاره ګډ اصول تعریف شي، دې ناستې همداراز د افغانستان د نخبه کسانو او د هغوی د پاکستاني سیالانو ترمنځ د همکارۍ د زمینو پر پېژندلو ټینګار درلود، څو د دواړو ملتونو ترمنځ د متقابل اعتماد فضا نوره هم پیاوړې شي.»
د بخشي په وینا، دا ډول خبرې په افغانستان کې او هم په سیمه کې د لا ډېر نږدېوالي، د ښځو د حقونو د ملاتړ، د مدني ټولنې د رول د پیاوړتیا او دایمي سولې لپاره لاره هواروي.
نوموړي زیاته کړه، په ناسته کې یو شمېر نورو ګډونوالو هم له پاکستاني حکومته غوښتنه وکړه چې د طالبانو د مخالفینو لپاره د سیاسي دفتر جوړېدو ته زمینه برابره کړي.
د نوموړي په وینا، په ناسته کې د افغان کډوالو په اړه خبرې وشوې او ټولو په ګډه ټينګار وکړ چې «په ځانګړي ډول د طالبانو مخالفان، د بشري حقونو فعالان او ښځې باید له جبري ایستنې خوندي او له ملاتړه برخمن شي.»
همدارنګه ګډونوالو د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له پاکستان نه یې وغوښتل چې د افغان کډوالو لپاره اړینې اسانتیاوې او ملاتړ برابر کړي.