د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) مسوولانو نن دوشنبه د نوري فایبر انټرنېټ شبکو له مسوولینو سره په ناسته کې ویلي، چې د طالبانو د مشر په امر د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې باید نوري فایبر قطع شي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) نن دوشنبه د (تلې ۷مه) د نوري فایبر انټرنېټي خدماتو د شرکتونو له مسوولینو سره ناسته کړې ده.
په ناسته کې ټولو شرکتونو ته ویل شوی، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله د امر پر اساس دې په ټول افغانستان کې د نوري فایبر انټرنېټ قطع شي.
د ناستې یو ګډونوال وویل:« کله چې د شرکتونو مسوولینو د اترا له مسوولینو څخه پوښتنه وکړه، چې د کوم حکم پر اساس دا کار وشي، هغوي وویل، چې دا د ملاهبت الله له خوا شفاهي امر دی او باید تطبیق شي.»
د نوري فایبر انټرنېټي شرکتونو ته ویل شوي، چې په ټول افغانستان کې خپلو دفترونو ته ابلاغ کړي، چې تر امرثاني پورې نوري فایبر قطع کړي.
د شرکتونو ځینې مسوولین وايي چې د نوري فایبر له قطع کېدو سره پواینټ ټو پوینټ انټرنېټ هم بندیږي او یو ځل بیا بانکونه، ګمرکات او دولتي ادارې د انټرنېټ د قطع کېدو له ستونزې سره مخ کیږي.
د انټرنېټي خدماتو د ادارو په وینا، په بشپړ ډول د نور فایبر بندېدو سره به مخابراتي شرکتونه هم زیان وویني او د دوی خدمات به ډېر کمزوري شي.
طالبانو تر اوسه په ټول افغانستان کې د نوري فایبر د قطع کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
په کندهار کې د طالبانو سرچینو د (وږي ۲۵مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو د اقتصاد وزارت په مشرۍ یو پلاوی چې د دې ډلې د مالیې وزارت او د افغانستان بانک چارواکي پکې شامل وو، د طالبانو له مشرتابه سره د نوري فایبر خدماتو د قطع کېدو په تړاو د خبرو اترو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی و.
د سرچینو په وینا، د پلاوي ټینګار دا و، چې د یادو ادارو ټولې چارې د انټرنېټ له لارې ترسره کېږي او د انټرنېټ په قطع کېدو سره به یې سیسټمونه فلج شي.
سرچینو وویل:« ملاهبت الله دغه پلاوي ته ویلي، چې دا پرېکړه به په تدریجي ډول عملي کېږي او د هغه استلال دا و، چې د لوي ملاصاحب (ملا عمر) د واکمنۍ پرمهال انټرنېټ نه و، هغه کارونه سم روان ول، اوس دې ورته بدیلې لارې ولټول شي.»