د امریکا په میشېګان ایالت کې په یوه برید کې ۴ کسه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي

۲ ساعتونه مخکې

د امریکا په میشېګان ایالت کې پر یوې کلیسا برید کې ۴ کسه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یوه وسله‌وال د کلیسا دروازه په موټر ووهله او په کلیسا کې دننه یې پر عبادت کوونکو ډزې وکړې.

د پولیسو د معلوماتو پربنسټ؛ برید کوونکی د امریکا د سمندري ځواکونو یو پخوانی سرتېری و، چې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی. د امریکا د سمندري ځواکونو دغه پخواني پوځي له ډزو وروسته د کلیسا ودانۍ هم سوځولې ده.

نور خبرونه

رادیو