د امریکا دفاع وزارت په اوریګن ایالت کې د ملي ګارډ ۲۰۰ ځواکونه ځای پرځای کړل

۲ ساعتونه مخکې

د امریکا دفاع وزارت په اوریګن ایالت کې د ملي ګارډ ۲۰۰ ځواکونه ځای پرځای کړل. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې د اوریګن پورټلنډ ښار ته به د ملي ګارډ ۲۰۰ ځواکونه ولېږي.

ټرمپ ویلي، دغه ځواکونه د کډوالو د فدرالي ادارې د تاسیساتو د خوندي کولو په موخه ځای پرځای کوي او که اړتیا پېښه شي؛ نو له بشپړ ځواک هم کار اخیستلای شي. د راپورونو پربنسټ، ټرمپ دغه پرېکړه په پورټلند ښار کې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي له کبله کړې؛ خو د دغه ایالت ځايي چارواکو بیا د ټرمپ دغه ګام غندلی دی.

نور خبرونه

رادیو