د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیرې بېجینګ کې له چینايي چارواکو سره کتلي دي. دا په تېرې یوې میاشتې کې بیجېنګ ته د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزیرې چوی سون هوی دویم سفر دی.
د راپورونو پربنسټ؛ په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې شوې دي. دغه لیدنې داسې مهال کېږي، چې په راتلونکې میاشت کې په سوېلي کوریا کې په یوې سترې اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه د چین د ولسمشر د سفر په اړه خبرونه لاس په لاس کېږي.