طالبان وایي، تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۱۰۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي دي

۱ ساعت مخکې

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، په تېره اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۴۱۷۹ مټریک ټنه انتقالات شوي چې د صادراتو ډېره برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لړ کې د حیرتان بندر له لارې ۷۳۰۸۰ ټنه، د اقینې له لارې ۴۵۲۷ ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۱۶۷۷۴ ټنه او د هرات خواف له لارې ۹۷۹۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د دغه انتقالاتو یوه برخه صادرات وو. په تېره اونۍ کې ۱۹۳ ټنه سوداګریز توکي صادر شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

د تېرې اونۍ له صادراتو او وارداتو څخه څرګندېږي، چې افغانستان یوازې ۱۹۳ مټریک ټنه صادرات لاره چې د وارداتو پرتله له صفر سره برابر دي.

کارپوهان وايي، که واردات تر صادراتو ډېر وي؛ هغه هېواد مصرفي بلل کېږي او دا د کمزوري اقتصاد نښه ده، ځکه په دې صورت کې له هېواد څخه پيسې وځي، کورنی تولید کمېږي او بې‌کاري ورسره زیاتېږي.

اقتصادپوهان وړاندیز کوي، چې باید صادراتو ته ډېر پام وشي او دغه ډول د وارداتو او صادراتو تر منځ توازن موجود وي.

تر دې وړاندې د طالبانو د ټولګلټو چارو وزارت ویلي و، چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله د اوسپنې پټلۍ له لارې په انتقالاتو کې ۱۱.۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

نور خبرونه

رادیو