سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو په زندان کې پاتې درې نور امریکایي وګړي پولینسیس ایډرن، ډنیس والټر کویل او محمودشاه حبیبي دي. تر دې مخکې د محمودشاه حبیبي په اړه معلومات خپاره شوي او د هغه کورنۍ څو ځله د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
خو د دوو نورو امریکایي زندانیانو په اړه ډېر جزییات نهشته. طالبانو پرون د امیر امیري په نوم یو امریکایی وګړی له زندانه ازاد کړ.
طالبانو د امیري او د هغه د نیول کېدو علت په اړه څه نهدي ویلي او د امریکا حکومت هم تر پرونه پورې د امیري په اړه څه نه و ویلي.
امیري د زندانیانو په چارو کې د ټرمپ استازي ادم بولر د هلوځلو په پایله کې خوشې شو. ښاغلي بولر پرون په ناڅاپي ډول کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې وکتل.
د طالبانو لهخوا په خپاره شوي انځور کې د بولر ترڅنګ، د ترهګرۍ ضد چارو کې د ټرمپ سلاکار سبسټین ګورکا او یو لوړپوړی عرب چارواکی هم لیدل کېږي.
تر دې وړاندې د قطر په منځګړتوب د طالبانو له زندانه ځينې امریکایان خوشې شوي دي.
محمودشاه حبیبي درې کاله مخکې د القاعده شبکې د مشر اېمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو ونیول شو؛ خو طالبان د هغه نیول نه مني او وايي، چې د هغه په اړه هیڅ معلومات نهلري.