د پاکستان په پلازمینې اسلاماباد کې د افغان سیاسي جریانونو او فعالانو ناسته نن دوشنبه (د تلې ۷مه) پیل شوه. د دغه ناستې موخه د افغانستان د سیاسي راتلونکې ارزونه او په راتلونکو تحولاتو کې د طالبانو د مخالفینو ونډه بلل شوې ده.
دغه ناسته تر دې وړاندې د بېلابېلو لاملونو له کبله ځنډېدلې وه. د تر لاسه شویو معلوماتو پربنسټ؛ په ناسته کې د بېلابېلو سیاسي جریانونو مشران، د مدني ټولنو فعالان او د افغان کډوالو استازو برخه اخیستې ده.
د غونډې تنظیموونکو ویلي، چې له دغه ناستې یې موخه د افغانستان د اوسني وضعیت لپاره د یوې معقولې حل لارې موندل دي.