طالب چارواکی: د زندانیانو خوشې کېدل له امریکا سره د تعامل راتلونکي پړاوونه اسانه کوي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سياسي رییس ذاکر جلالي د امریکايي زنداني خوشې کېدو ته په اشارې ویلي، چې په لوړه کچه د طالبانو او امریکایانو غونډې د اړیکو پراختیا ته زمینه برابروي او د تعامل راتلونکي پړاوونه اسانه کوي.

نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د افغانستان او امريکا په دوه اړخيزو اړيکو کې په لوړه کچه غونډه او د زندانیانو خلاصون، متقابل درناوی او ګډې ګټې د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته لاره هواروي.

د جلالي په وینا؛ مهمه دا ده چې دواړه لوري هڅه کوي د زندانیانو ستونزه حل او پر نورو موضوعاتو خبرې وشي. هغه زیاته کړې، چې د دواړو خواوو ترمنځ د واقعیتونو او حساسیتونو درک د تعامل راتلونکي پړاوونه اسانه کوي.

پرون د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د امریکايي زندانیانو په چارو کې د ټرمپ له استازي ادم بولرسره وکتل او د دغه خبرو په پایله کې یې د امیر امیري په نوم یو امریکايي ازاد کړ.

د امریکايي زندانیانو تر خوشې کېدو وروسته د طالبانو په منځ کې له امریکا سره اړیکو ټینګولو ته لېوالتیا ډېره شوې او ځينې طالب چارواکي دې کار ته له امریکا سره د تعامل د یوه مهم ګام په سترګه ګوري.

نور خبرونه

رادیو