د طالبانو د کانونو وزیر افغان صنعت کاران په تولیداتو کې کیفیت پالنې ته وهڅول

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د مدیره پلاوي د پېژندنې په غونډه کې له صنعت کارانو غوښتنه وکړه، چې په تولیداتو کې کیفیت ته پاملرنه وکړي.

بدري وايي، چې صنعت کاران دې د سوداګرۍ او صنعت تر منځ برابري په پام کې ونیسي.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلوېزیون د خبر له مخې، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري له سوداګرو او صنعتکارانو سره ژمنه کړې، چې په اړوند چارو کې به اسانتیاوې ورته رامنځته کوي.

د روان کال د غبرګولي ۶مه د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلی و، چې صنعت‌کاران د هېواد د اقتصادي جوړښت اصلي ستنې دي او افغانستان دا مهال په ۱۳۸ صنعتي او تولیدي سکتورونو کې خودکفايي ته رسېدلی.

نور خبرونه

رادیو