د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي: «په افغانستان کې د جنګ او بهرني پوځي حضور مخالف یم؛ خو اوسنی وضعیت هم د منلو نه دی.» نوموړي ویلي، چې ټرمپ د بګرام اډې په اړه جدي دی او غواړي «لویه امریکا» جوړه کړي.
محمدعمر داودزي د یکشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د دوحې د خبرو پر مهال ټرمپ له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د وتلو سره موافق نه وو.
نوموړي زياته کړه: «د دوحې په خبرو کې ټرمپ له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د وتلو پلوی نه وو، د ناستې خواوو ورسره ژمنه وکړه چې یو ځل ټول ووځي تر څو طالبان د اشغال د ختم اعلان وکړي وروسته به بیا پر امنیتي موضوعاتو خبرې پيل کړو.»
د نوموړي په خبره، امریکا له افغانستان څخه د وتلو پر مهال فکر کاوه چې طالبان به یې دوستان او په ارزانه ډول د غوښتنو عملي کوونکي شي.
هغه وايي، چې د طالبانو ناسمې پاليسۍ ټرمپ په دې برخه کې جدي کړی او د خپل کمپاین پر مهال یې هم ټينګار کړی، چې افغانستان ته به بیا ولاړ شي.
ښاغلي داودزي دا هم ویلي، چې د جمهوریت پر مهال د بګرام په اډه کې د امریکا له شتون څخه چین اندېښنه درلوده او له دوی سره یې شریکه کړې هم وه.
هغه وايي، که د طالبانو لوی مشر هبت الله اخوندزاده د امریکا له دې پرېکړې سره مخالفت وکړي: «ښایي واشنګټن نورې لارې هم ورته سنجولې وي.»
نوموړي د پاکستان رول ته په اشارې سره وویل، چې پاکستان جوړ او ارام افغانستان نه غواړي.
هغه زياته کړې: «پاکستان ماهر دی، له فرصت څخه ګټه اخلي، په بهرنۍ پالیسۍ کې یې بدلون راوستلی او خپل یو محوره سیاست یې بدل کړی. یو مهال یې له طالبانو سره ملګرتیا کوله او اوس یې دوښمن ګڼي.»
محمدعمر داوزی وايي، که خلک د «ظالم حاکم» پروړاندې ودرېږي او اقدام وکړي، نو هېڅ بهرني نظامي حضور ته اړتیا نشته چې وطن ته راشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار- وار ويلي چې غواړي د بګرام هوايي اډه له طالبانو څخه د جوړجاړي یا له بلې لارې بېرته ترلاسه کړي؛ خو له یوې خوا طالبانو دغه خبره نهده منلې او له بلې خوا کارپوهان دغه کار ناشونی بولي.