د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له لوري د امیر امیري په نوم د یوه بل امریکايي ازادول یو ښه خبر بللی او زیاته کړې یې ده، چې دا ډاډ باید ترلاسه شي چې طالبان په راتلونکې کې دغه ډول یو کار نه کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او د امریکايي بندیانو په چارو کې د ټرمپ د استازي تر منځ د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) له کتنې وروسته د امیر امیري په نوم یو امریکایی وګړی ازاد شو، خو د افغاني الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي برخلیک لا تر اوسه نه دی مشخص شوی.
زلمي خلیلزاد د امیر امیري له ازادېدو وروسته په خپلې اېکس پاڼې ولیکل، امیر امیري د طالبانو له لوري په ناحقه نیول شوی و او زیاتوية «دا یو مثبت او د پام وړ ګام دی د هغو مهمو خنډونو په لرې کولو کې چې د متحده ایالاتو او افغانستان د اړیکو د ښه کېدو په لاره کې موجود دي.»
هغه همداراز هیله څرګنده کړې، چې له طالبانو سره د برمته شویو امریکایانو مساله په بشپړه توګه حل شي او ویلي یې دي: «دا ډاډ باید ترلاسه شي چې طالبان به په راتلونکي کې د برمته کولو دغه عمل بیا نه تکراروي.»
د ویلو ده، چې د محمود شاه حبیبي په ګډون ۳ نور امریکایان له طالبانو سره بندیان دي او امریکا هڅې کوي، چې پاتې کسان هم د طالبانو له منګلو وژغوري.
د محمود شاه حبیبي ورور افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، ورور یې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې له طالبانو سره بندي دی، خو لا تر اوسه یې برخلیک نه دی روښانه شوی.