ایټالیا په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو او د بېړنیو خدمتونو د ملاتړ لپاره دوه میلیونه یورو مرسته کړې ده. د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت چې دا مهال په قطر کې فعال دی، د یکشنبې په ورځ وویل چې روم په افغانستان کې د روغتیايي سکټور ملاتړ ته ژمن دی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، شاوخوا څلور میلیونه افغانان د نشه يي توکو د استعمال له امله له رواني او فزیکي اختلالاتو ځورېږي او افغانې ښځې او نجونې د فقر او د پوهاوي د نشتوالي له امله تر نورو ډېرې د روږدو کسانو د درملنې او بیارغونې خدماتو ته اړتیا لري.
ایتالیا د دغو مرکزونو د ملاتړ لپاره مالي مرسته ځانګړې کړې ده. د افغانستان لپاره ځانګړي وجهي صندوق د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) پر اېکس پاڼې په یوه یاداښت کې لیکلي: «دا مرسته به د روږدو د درملنې مرکزونه او د بیارغونې خدمات فعال وساتي، څو هغو کسانو ته رسېدګي وشي، چې له اعتیاد سره مبارزه کوي.»
د ملګرو ملتونو اړوند دغې ادارې زیاته کړې، چې د ایټالیا مالي مرسته به افغان ښځو او نارینهوو ته د ژوند د ښه والي او بیا جوړونې لپاره د عایداتي فرصتونو زمینه هم برابره کړي.
ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کاروونکو شمېر ۴ میلیونه تنه اټکل شوی، چې ۳۵ سلنه یې ښځې جوړوي.
طالبانو ویلي، واک ته د دوی له رسېدو را وروسته د هېواد لس سلنه وګړي په نشهيي توکو روږدي وو.
د دغو کسانو د درملنې څرنګوالي او د بیارغونې مرکزونو د کمښت په اړه اندېښنې لا هم پر ځای دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې دفتر راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د «تزریقي استعمال» کچه په څرګند ډول لوړه شوې ده.
د دې څېړنې له مخې، که څه هم د دودیزو نشهيي توکو لکه چرس او تریاکو کارول لږ شوي، خو د هېرویینو او شیشې استعمال ورځ تر بلې زیاتېږي.