سياېناېن راپور ورکړی، د پاول اوربي ترڅنګ چې ګومان کېږي په افغانستان کې ورک شوی، لږ تر لږه درې نور امریکایان د طالبانو په بند کې دي. امریکایي چارواکي هیله لري، چې د امیر امیري خوشې کېدل د نورو بندي امریکایانو د خلاصون لپاره لومړنی ګام وي.
پل اډوین اووربي جونیور یو امریکایی لیکوال دی، چې د پاکستان وزیرستان ته د سفر پرمهال ورک شو.
هغه وروستی ځل د ۲۰۲۴ کال په نیمایي کې د افغانستان په خوست ښار کې لیدل شوی و. ویل کېږي، چې نوموړي په سیمه کې د خپل نوي کتاب لپاره څېړنه کوله.
سياېناېن هم مهاله د امیر امیري د خوشې کېدو خبر د خپرېدو پر مهال د باخبره سرچینو له قوله لیکلي، چې طالبان د هغه د خوشې کولو په بدل کې هېڅ ډول امتیاز نه دی ترلاسه کړی.
د یو بل امریکايي وګړي محمود شاه حبيبي ورور احمدشاه حبيبي بیا ویلي، چې کورنۍ یې «په دې اورېدولو خوښه ده، چې یو بل امریکايي د طالبانو له بند څخه خوشې شوی دی.»
محمودشاه حبيبي د ۲۰۲۲ کال له اګسټ راهيسي د طالبانو په زندان کې دی.
هغه زیاته کړې: «ټول امریکایان باید له دې خبر څخه خوښ وي، خو زما ورور هم یو امریکایی دی او تر اوسه له خپلې مېرمنې سره د اړیکې هېڅ لاره نه لري.»
محمود شاه حبیبي د القاعده د مشر اېمنالظواهري د وژل کېدو له پېښې سره په تړاو نیول شوی، خو طالبان د هغه د بندي کېدو خبره ردوي او وايي، چې د هغه له شتون نه په افغانستان کې بې خبره دي.
تر دې دمه طالبانو پنځه امریکايي وګړي خوشې کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ ټینګار کړی، چې ولسمشر ټرمپ به هڅه وکړي، څو نور امریکایان چې په افغانستان یا نورو هېوادونو کې بندیان دي ازاد شي.