د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر د دغه وزارت د یو شمېر ریيسانو او د عزیزي شرکت ګروپ د تخنیکي مسوولینو په حضور کې د ۱۰ زره میګا واټه برېښنا د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار کړی دی.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت نن یکشنبه د (تلې ۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د یاد وزارت وزیر عبداللطیف منصور او د عزیزي شرکت ګروپ تخنیکي مسوولینو د یوې ناستې په ترڅ کې یاد ګروپ خپلو فعالیتونو او پرمختګونو راپور وړاندې کړی.
د ناستې په بهیر کې، د انرژي پروژو د تولید، پراختیا او لېږد د پانګونې چارو په برخه کې د دواړو لورو فعالیتونه او لاسته راوړنې څیړل شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې په چارو کې د انسجام او لا همغږي، د پروژو لومړیتوببندي، د اطلاعاتو د تبادلې، د عملیاتي پلان د ترتیبولو، د راپور ورکولو ناستو د ترسره کولو او له نورو اړوندو ادارو سره د همغږي ترسره کولو موضوعاتو په هکله بحث شوی دی.
په دې ناسته کې د عزیزي شرکت ګروپ مسوولینو د چارو د چټکتیا لپاره خپل چمتووالی او هوډ څرګند کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د عزیزي شرکت ګروپ تر دې مخکې د طالبانو اوبو او انرژي له وزارت سره هوکړې ته رسیدلی، چې په افغانستان کې د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د لس زره مېګا واټه انرژي د تولید، پراختیا او لېږد په برخه کې پانګونه وکړي.