د پخواني جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي نن یکشنبه د (تلې ۶مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، هغه څوک چې خپله یې افراطي ډلې جوړې کړي او بیا په افغانستان کې د دې ډلو د څارنې په اړه له نړیوالو مرسته غواړي ناپوه دي او یا د دې پروژو همکاران دي.
فضلي لیکلي، څوک چې په افغانستان کې د افراطیت د مرکزونو د څار لپاره د هغو هېوادونو مرسته غواړي، چې خپله یې دغه مرکزونه جوړ کړي او د افراطیت مفکورې یې پیاوړي کړي په حقیقت کې یا خوناپوه دي او یا هم د هماغو هېوادونو د افراطي مدرسو د پروژو ترڅنګ د ليبرالو بهیرونو د پروژو همکاران دي.
دغه ډول خلک غواړي، چې د هېواد د ځوان نسل لیدلوری نور هم ګډوډ کړي. د جهادي او افراطي مدرسو د نړیوالو لېبرالو ملاتړو او بسپنه ورکوونکو په تشخیص کې ګنګسیت به زموږ روانه غمیزه نوره هم اوږده کړي.