د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې نن یکشنبه د (تلې ۶مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ زلزلې هر څه ویجاړ کړي او باید د بې کوره شویو قربانیانو کورونه په داسې ډول بیرته ورغول شي، چې د زلزلې پر وړاندې مقاومت ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله خلکو هر څه له لاسه ورکړي دي، لکه د کورنۍ غړي، کورونه، بشري قوه او عایدات.
د ملګرو ملتونو د استوګني ادارې (UN Habitat) ویلي، همدا یې وخت دی، باید کار پیل کړي او د خلکو کورونه په داسې ډول بیرته ورغوي، چې د زلزلې پر وړاندې مقاومت ولري.