د طالبانو د بلخ ولایت رسنیز دفتر د شنبې په ورځ د (تلې ۵مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ملا محمد یوسف وفا د اندونیزیا له سفیر نندا اویلسټاو مل پلاوي سره وکتل.
په اعلامیه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د دوو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، صنعت او سياسي اړیکو پر موضوعاتو خبرې وشوې.