د روان کال لومړیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري له یو مېلیارد ډالرو اوښتې

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایو وزارت وايي چې د روان ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ کچه یو مېلیارد او یو سلو اته میلیونه ډالره وه.

د طالبانو دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې پاکستان ته د صادراتو کچه ۳۰۴ میلیونه ډالره او د وارداتو کچه ۸۰۴ مېلیونه ډالره وه.

که څه هم جواد په دې اړه څه نه دي ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په کچه کې زیاتوالی او یا هم کموالی راغلی دی خو تیر کال د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه یوه ملیارد ډالرو ته نه رسېده.

وړاندې ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د روان زېږدیز کال په اګست میاشت کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ۱۴۳ مېلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده او په دې لړ کې پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

پاکستانۍ ده نیشن ورځپاڼې راپور ورکړی و چې افغانستان ته بیا له پاکستان نه د وارداتو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د معلوماتو پربنسټ؛ په جولای میاشت کې له پاکستان نه افغانستان ته د وارداتو کچه ۱۰۲ مېلیون ډالرو ته رسېده؛ خو دغه کچه اګسټ میاشت کې ۸۸ مېلیون ډالرو ته راښکته شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو ویلي و، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د راکړې ورکړې کچه په وروستیو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ سیاسي ناندرۍ، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پوځي نښتې او د پاکستان له لوري د محدودیتونو وضع کول يې ځانګړي لاملونه بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو