پرون له ایران او پاکستان څخه د افغانانو تر ۹۰۰ ډېرې کورنۍ هېواد ته ستنې شوي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو باختر اطلاعاتي اژانس د شنبې په ورځ د (تلې ۵مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له پاکستان او ایران څخه د افغانانو ۹۱۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي دي.

د اعلامیې له مخې پرون د ننګرهار تورخم له لارې ۴۷۰، د کندهار سپين بولدک له لارې ۲۸۳، د نيمروز ورېښمو پله له لارې ۱۰، د هلمند بهرامچې له لارې ۶۶ او هرات د اسلام کلا له لارې ۸۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.

نور خبرونه

رادیو