ګارډين: په ایران کې د نیول شوې برېتانوۍ جوړې روغتيايي حالت مخ په خرابېدو دی

۶ ساعتونه مخکې

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په ایران کې د جاسوسۍ په تور د نیول شوې برېتانوۍ جوړې لېندزي او کریګ فورمن کورنۍ وایي، په زندان کې د هغوی روغتیایي وضعیت په خرابېدو دی.

دغې برېتانوۍ جوړې تر دې مخکې د هسپانیې او برېتانیې ترمنځ ژوند کاوه او دوی تېر ژمی د نړۍ د سفر پر مهال په کرمان کې نیول شوي دي.

ایران د دوی له نیولو یوه میاشت وروسته اعلان وکړ، چې دا جوړه د سیاحت په بڼه دغه هېواد ته ورغلي، خو موخه یې د معلوماتو راټولول و.

دې جوړې دغه تورونه رد کړي دي.

د لېندزی زوی جو بېنټ ویلي، چې کورنۍ یې د دوی د روغتیا په اړه اندېښمنه ده، مور یې په زندان کې د سیروم درملنې لاندې ده او کریګ څو ځلې د معدې ویروس او انفلونزا په څېر ناروغیو اخته شوی دی.

نور خبرونه

رادیو