د پاکستان په کراچي ښار کې د طالبانو فونسلګرۍ نن یکشنبه (د تلې ۶مه) پر خپله اېکس پاڼه باندې لیکلي، چې ساوت سيټي خصوصي روغتون به په کابل کې یوه څانګه پرانیزي.
په اعلامیه کې راغلي، چې په کراچي کې د طالبانو قونسل سید عبدالجبار تخاري د ساوت خصوصي روغتون له مشر حمیر احمد نور سره وکتل.
د اعلامیې له مخې، نور د افغانانو لپاره د ځانګړو خدماتو وړاندیز وکړ او په دې خبرو کې هوکړه وشوه، چې دا خصوصي روغتون به په کابل کې یوه څانګه پرانېزي.