د ملګرو ملتونو روزنیزې، علمي او کلتوري ادارې (یونېسکو) په ۲۰۱۵ کال کې د سپټمبر ۲۸مه مالوماتو د لاسرسي نړۍواله ورځ ونوموله.
یاده اداره وايي چې مالوماتو ته لاسرسی د بشري حقونو یو مهم اصل دی او باید د بنسټیزه کولو لپاره یې کارنده ګامونه پورته شي.
افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو په کراتو په معلوماتو د لاس رسي په برخو کې د بېلابېلو بنسټونو له لورې اندیښنې ښودل شوي دي.
وړاندې د خپلواکو خبریالانو ټولنې (نی) ویلي و چې مالوماتو ته لاسرسی د پخوا پرتله ډېر محدود شوی دی.
د بې پولې خبریالانو ټولنې هم د ورته اندیښنې په شریکولو سره له طالبانو غوښتي و چې باید د افغان خبریالانو د کار پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي.
په ورته وخت کې معلوماتو د لاس رسي له نړیوالې ورځې سره همهاله یو شمېر افغان خبریالان وايي چې اوسمهال په افغانستان کې معلوماتو ته لاس رسی په نشت حساب دی.
په کابل کې مېشت افغان خبریال چې نه غواړي د امنیتي دلایلو له کبله نوم په راپور کې یاد شي وايي د خپل کار پرمهال له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دی.
دی وايي په یوې ټولنه کې چې حاکمان یې معلوماتو ته پر لاس رسي باور ونه لري خبریالي او اطلاع رسونه پکې بخي سختیږي.
که څه هم پر طالبانو په کراتو معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې جدي نیوکې شوي او د ملامتۍ ګوته ورته نیول کیږي خو طالب ویاندویان بیا دا نه مني چې ګواګې د دوی په حاکمیت کې دې په افغانستان معلوماتو لاس رسی سخت شوی وي.