اي، بي، سي نیوز نن یکشنبه (د تلې ۶مه) لیکلي، چې د امریکا په شمالي کارولینا کې د کښتۍ له خوا پر یوې ساحلي شرابخانې ډزې شوي، چې په پایله کې یې ۳ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي.
اي، بي، سي نیوز لیکي، چې په کښتۍ کې سپاره شخص د امریکن فیشن کمپنۍ په نوم بار (شرابخانې) باندې ډزې وکړې او تر ډزو وروسته له کښتۍ سره وتښتېد. په دې اړه پر یوه شخص شک شوی دی، خو نیول شوی نه دی.
تر دې پېښې مخکې ښاروالۍ د فیسبوک له لارې خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې دغسې خطر شته او باید خلک په خپلو کورونو کې پاتې شي.