طالبان وايي، ترکیه کې یې د څو هېوادونو له ډيپلوماتانو سره لیدلي

۲ ساعتونه مخکې

د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو قونسلګرۍ نن یکشنبه (د تلې ۶مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې قونسل یې مفتي محمد اکبر عظیمي د څو بهرنیو هېوادونو له ډيپلوماتانو سره د لیدنې پر مهال د افغانستان او د دې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، کلتوري او سیاسي اړیکو پر پياوړتیا خبرې کړي دي.

د اعلامیې له مخې د سعودي عربستان د خپلواکۍ د ۹۵مې کلیزې په مناسبت په ترکیه کې غونډه جوړه شوې وه. غونډې ته د قطر، بنګله دېش، مالیزیا، اندونیزیا، ایران، پاکستان، هند، مراکش، عراق او لیبیا ډيپلوماټان هم ورته رابلل شوي وو.

اعلامیه زیاتوي، چې د دې غونډې په ترڅ کې د افغانستان او دې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، کلتوري او سیاسي اړیکو پر پياوړتیا هم خبرې وشوې. 

نور خبرونه

رادیو