د اندونیزیا د طبي بېړنيو مرستو او ژغورنې کمېټې اعلان وکړ، چې د کونړ د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې په موخه یې یوه څلور کسیزه طبي ډله افغانستان ته لېږلې ده. دا ډله به د سپټمبر تر ۱۷مې پورې د کونړ او ننګرهار په زلزلهځپلو سیمو کې طبي او بشري خدمات وړاندې کړي.
د راپورونو له مخې، یاده طبي ډله په هرات ولایت کې هم د خدماتو وړاندې کولو پلان لري، هلته چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د ۷مې زلزلې تلفات اړولي او سیمې یې زیانمنې کړې دي.
په هغه انځور کې چې د اندونیزیا د طبي بېړنيو مرستو او ژغورنې کمېټې خپور کړی، د ټیم دوه غړې یې ښځې دي.
د اندونیزیا د طبي بېړني مرستو او ژغورنې کمېټې مشرې هادیکي حبیب وویل، چې دا ماموریت د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د زیاتولو د هڅو یوه برخه ده.
د یادولو ده، چې د سپټمبر په ۲۳مه د ۶،۰ درجې زلزلې له امله د افغانستان په ختیځ کې لږ تر لږه ۲۲۰۵ کسان مړه او له ۳۵۰۰ څخه ډېر ټپیان شول.