په امریکا کې مېشت افغان کډوال له څلور میاشتیني بند وروسته خوشې شو

۱ ساعت مخکې

په امریکا کې د کډوالو ملاتړ کوونکي سازمان افغان اېواک اعلان وکړ، چې د سید ناصر په نوم یو افغان کډوال چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې له خوا په سنډیاګو کې نیول شوی و، خوشې شوی دی.

محکمې د هغه نیول کېدل غېرقانوني ګڼلي او د هغه د بشردوستانه لومړني اقامت شرایط یې بېرته ورکړي دي.

سید ناصر چې تېر کال په قانوني توګه امریکا ته تللی و او د امریکایي ځواکونو لپاره یې د ژباړونکي په توګه کار کړی و، د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د خپلې پناغوښتنې اورېدنې په جریان کې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې له خوا په سنډیاګو کې ونیول شو.

افغان اېواک د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) وویل، چې دغه افغان کډوال د امریکا ټول قوانین مراعات کړي او د ټولو شرایطو پابند پاتې شوی دی.

سید ناصر تر لسو کلونو پورې په کندهار او بلخ کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ د ژباړونکي او قراردادي په توګه کار کاوه.

هغه په ۲۰۲۳ کال کې وروسته له هغې چې ورور یې د طالبانو له خوا په یوه کورنۍ واده کې ووژل شو، اړ شو چې له افغانستان څخه وتښتي.

سید ناصر له خپلې کورنۍ سره د برازیل بشردوستانه ویزه ترلاسه کړه او وروسته بیا د کډوالۍ له سختو لارو څخه له تېرېدو سره د ۲۰۲۴ کال په جولای میاشت کې په قانوني توګه امریکا ته ورسېد.

دغه سازمان وایي، چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې له خوا د هغه بې دلیله نیول کېدل د سید ناصر د قانوني حقونو سرغړونه ده.

افغان اېواک ټینګار کړی، چې د هغه خوشې کېدل د عدالت په لور یو مهم ګام دی.

افغان اېواک بیا له امریکا غوښتنه کړې، چې خپلو ژمنو ته د افغان متحدانو په وړاندې پابند پاتې شي.

نور خبرونه

رادیو