د طالبانو سرحدي پولیسو ویاند وايي چې د کابل په هوايي ډکر کې یې د درېیو کسانو د ناقانونه سفر مخه نیولې ده.
عبدالله فاروقي زیاتوي چې نیول شویو کسانو ته پاکستاني اجنټانو په پاکستان کې جعلي اسناد جوړ کړي وو او هڅه یې کوله چې د افغانستان نړیوالو پروازونو له لارې بهر ته سفر وکړي.
عبدالله فاروقي نن شنبه د (وږي ۵مه) خبرداری ورکړی، چې هغو ټولو کسانو چې هڅه کوي په جعلي اسنادو سفر وکړي، مخه به یې ونیول شي.
نیول شويو کسانو په خپلو خبرو کې ویلي، چې د واتساپ له لارې پاکستاني اجنټانو سره په اړیکه کې وو او د پیسو په بدل کې ورته د سفر اسناد جوړ شوي دي.