په کندهار کې د تېلو د بیو لوړېدو سره افغان سوداګر او موټر چلوونکي وايي، چې دا ستونزه د طالبانو له هغې پرېکړې راولاړه شوې چې د «۰۵ ډوله ډيزل» پر وارداتو بندیز لګېدلی دی. ددې پرېکړې له امله شاوخوا دوه میاشتې کېږي، چې نږدې ۴۰۰۰ ټانکره تېل د نیمروز او هرات په ګمرکونو کې بند پاتې دي.
په کندهار کې یو سوداګر چې د تېلو د وارداتو کاروبار کوي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د طالبانو پرېکړې د دوی کاروبار په ټپه درولی دی. هغه د یوې لویې پانګې په اړه خبرې کوي، چې د نیمروز په ګمرک کې بند پاتې دي.
هغه د نوم نه یادولو په شرط زياته کړه: «په نیمروز او هرات کې نږدې څلور زره ټانکره تېل بند پاتې دي، طالبان وايي دا تېل بې کیفیته دي، ځکه چې له ۰۵ څخه ۰۲ ډوله ډيزل ته يې معیار بدل کړی دی، دا پرېکړه ناڅاپي او بې مشورې شوې، موږ نه شو کولای واردات وکړو.»
د تېلو یو بل سوداګر جهان چې له ایران او عراقه تېل راوړي، وايي چې د قراردادونو بدلېدل دومره ژر ممکن نه دي لکه څومره چې طالبان یې غوښتنه کوي.
هغه زیاته کړه: «موږ د عراق او ایران له لویو شرکتونو سره قراردادونه کړي او د تېلو راوړلو پروسه یوه میاشت وخت نیسي، موږ په ۰۵ ډوله ډيزل قرارداد کړی، خو طالبان یې نه پرېږدي اوس زموږ پانګه ګمرکونو کې بنده پاتې ده او موږ هره ورځ تاوان کوو.»
یو شمېر سوداګر بیا باور لري، چې په دې پروسه کې د طالبانو اقتصادي مافیا لاس دی او د طالبانو دننه ځینې کسان غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د تېلو بازار کنټرول کړي.
د تېلو سوداګر نعمت الله وویل: «په دې پروسه کې د شمال د تېلو مافیا او د طالبانو د تېلو او ګازو دولتي شرکت لاس لري. هغوی په کمه اندازه تېل راوړي او څوک يې کیفیت نه ګوري، خو د بې کیفیته په نوم زموږ زرګونه ټانکره تېل بند دي.»
سوداګر د طالبانو پرېکړه غېر عملي بولي.
څو سوداګرو د طالبانو د دې پرېکړې په اړه ګډ نظر درلود: «د سیمې ټول هېوادونه لا هم د ۰۵ ډيزل کاروي. په ایران او عراق کې ۰۱ او ۰۲ ډوله ډيزل نایابه دی او ترکمنستان او روسیه د افغانستان اړتیا نه شي پوره کولای، د طالبانو دا پرېکړه یوازې موږ ته زیان رسوي او بازار د ناورین پر لور بیایي.»
سوداګر وایي، که چېرې د هرات یا نیمروز په ګمرک کې کومه د اور لګېدني پېښه وشي سوداګرو ته به میلیونونه ډالر زیان واوړي.
په کندهار کې موټر چلوونکي هم وایي، د تېلو بیو لوړېدل یې ژوند اغېزمن کړی دی او په سختۍ سره د ورځې ګټه ترلاسه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کندهار کې د تېلو ذخیرې هم مخ پر خلاصېدو دي او هره ورځ په بیو کې لوړوالی راځي.
په روانه میاشت کې د تېلو په یوه ليټر کې شاوخوا ۱۰ افغانۍ لوړوالی راغلی.
د تېلو یو لیټر له ۶۵ څخه اوس ۷۵ افغانۍ ته لوړ شوی.
د عبداکبیر په نوم یو موټر چلوونکی په دې اړه وایي: «تېل ورځ تر بلې ګرانېږي، موږ دومره پیسې نه شو پیدا کولای چې یوازې د تېلو بسنه وکړي، که دا حالت دوام وکړي نو د خلکو ژوند به نور هم سخت شي او موږ به موټر ودروو یا به کرایې لوړوو.»
اخوا، د تېلو د بیو له لوړېدو سره بیا د کندهار په بازارونو کې اندېښنې زیاتې شوې دي. سوداګر خبرداری ورکوي، که دا ستونزه حل نه شي، د تېلو بیه به ډېر ژر تر اتیا افغانۍ پورته شي.
د دوی په خبره، دا به یوازې موټر چلوونکي نه، بلکې د خلکو ورځنی ژوند او د خوراکي توکو بیې هم اغېزمنې کړي.
په داسې حال کې چې طالبانو د تېلو د کیفیت د لوړولو خبره کوي، سوداګر او عام خلک وايي دا پرېکړه ناڅاپي، بې مشورې او د عملي کولو له لارې ستونزې جوړوي.
د کندهار اوسېدونکي او موټر چلوونکي هره ورځ د تېلو د لوړو بیو تر فشار لاندې دي او وېره لري، چې که ژر حل ونه لټول شي، دا ناورین به د خلکو ژوند لا سخت کړي.
د یادولو ده، چې د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر ریاست مرستیال سید احمد مستقیم همدا نن وویل، چې د طالبانو له خوا د بې کیفیته تېلو د مخنیوي پلاوي هرات ته سفر کړی او په اسلام کلا کې یې د تېلو بار ۲۰۰۰ ټانکره راګرځولي دي.
طالبانو ویلي، بازار ته د یادو تېلو د عرضه کولو د مخنیوي په موخه یې د یادو موټرو لپاره جلا تمځای جوړ کړی دی.
د بې کیفیته تېلو د مخنیوي دغه پلاوي له هرات وروسته فراه او نیمروز ولایتونو ته هم سفر کړی.
طالبانو دا نه دې ویلي، چې یاد بې کیفیته تېل له کوم هېواد څخه افغانستان ته وارد شوي دي، خو تردې وړاندې د دې ډلې تر واک لاندې د نورم او سټنډرډ ادارې سلګونه ټانکره تېل بېرته ایران او ازبکستان ته ور ګرځولي دي.